د اعتاب مقدسه نومې قرآني او کلتوري کاري ډلې منشي معتز آقایی د ایکنانیوز له خبریال سره په خبرو کې ووئيل ،په دغې اونۍ کې ددغې کاري ډلې نهه پنځوسمه ناسته د دارالقرآن کریم د ادارې په کوربتوب او د قدس رضوي د آستان ، د حضرت بی بی معصومه د مقدس آستان، د احمد بن موسی ، حضرت عبدالعظیم، دمقدسو آستانونو او اوقافو او خیریه چارو د ادارې د نمایندګانو په شتون سره ترسره شو.
؛زه له قرآن سره مینه لرم؛ په پلان کې د څه د پاسه ۶۵زره کسانو ګډون؛
د اعتاب مقدسه کلتوري او قرآنی کاري ډلې منشي ووئيل، دغه ناستې په ایجنډا کې درې موضوعګانې درلودې.د قدس رضوي د آستان د قرآن دمرکز مدیر حجةالاسلام میریان ،د اجرا شوي طرحې د فیزونو د احصایو راپور ورړاندې کړ،داسې طرحه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ یا سرطان د میاشتې له شپاړسمې څخه ئې اجرا پیل شوې ده او د لوستلو،ښونې،تجویدالصلاة، مفاهیم او تفسیر او د قرآن د حفظ د دزکړې په څلورو فیزونو کې تعقیبیږي او د قدس آستان د قرآن دمرکز مدیر په دغه پلان کې د ۶۵ زره ۳۵۴ کسانو د ګډون خبر ورکړ چې دغه شمیر ۱۳زره ۷۲ کسان د ګواهي نامې یام مدرک په اخستو کې بریالي شوي او په هرڅلورو واړو فیزونو کې دبرخې اخستو وړ دي .
د حضرت عبدالعظیم د مقدس آستان دقرآني چارو عمومی مدیر ټينګار وکړ،د ؛زه له قرآن سره مینه کوم؛ نومې د پلان په باب د پام وړ ټکو کې په دغه طرحې کې له ګډون سره دنورو اسلامی هیوادونو دلچسپي هم رابرسیره شوې ده چې د قدس رضوي د آستان دقرآن د مرکز د مدیر په وینا د ۲۹ اسلامی هیوادونو کابو یو زر دوه سوه اولس کسانو ددغه پلان په مختلفو فیزونو کې ګډون کړی چې د افغانستان ونډه له نورو هیوادونو زیاته ده .